- پهٔ خیر راغلې
- پهٔ مخه دې ښه
- ښې چارې
- پهٔ مخه دې رڼا شه
- پهٔ مخه دې وچلېږه
- د ژوند بېړۍ دې چلان اوسه
- بریالی /بریمن اوسې
- خدای دې د ښو پوښتنه وکړه
- خدای دې ورته وسي کړه
- زهٔ مو تل منندوی یم
- پوروړی مو یم
- هیله کوم (دوې ماناوې لري: یوه please او بله you are welcome)
- خوښنه (you are welcome)
- درېغه (کاش)
- مرغ دې ښهٔ وي (مبارک دې وي)
- ستړی مهٔ شې ، پخیر!
- د خدای پهٔ امان!
- پهٔ مخه دې ښه!
- ښاد اوسې!
- کور دې ودان اوسه!
- لوی سړی شې!
- قدم دې بختور شه!
- خوله دې بختوره شه!
- لوی ژوند او روغه سټه دې غواړو!
- کورنۍ دې د سترګو یخ وګرځه!
- خدای دې لکه د ستوري وځلوه!
- نویو جامو اغوستلو پهٔ وخت: خدای درباندې زړې کړه!
- نعمت(کور، ګاډی، اولاد، روغ وجود وغیره) پهٔ لیدو باندې: خدای درپورې بختور کړه!
- تل راته ودان اوسې!
- د نورو کامیابیو دې پهٔ ارمان!
- ښه ورځ ولرې! ورځ دې پهٔ خیر تېره شه!
- ښه شپه ولرې! شپه دې پهٔ خیر تېره شه!
- راتګ مو پر لېمو!
Posted inUncategorized